د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قولې اردو قومندان نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، له پاکستان سره پر کرښه نېږدې خوست، پکتیا او پکتیکا کې پاکستاني پوځیانو د یک شنبي په ورځ سهار راکټي بریدونه کړي دي.
هغوی زیاتوی، ددغه برید په ترڅ کې یې ۲ ملکي کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
دوی ویلی، د ددغه ولایت میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ ګرښې ته څېرمه پر جنډې غر پوستې پاکستاني نظامیانو بریدونه پیل کړي دي.
دهغوی په وینا، پرون سهار ۸ بجې پاکستاني نظامیانو د جنډې غر کې د زمونږ امنیتي ځواکونو او عامو خلکو باندې بریدونه پیل کړي دي مقابل ځوابیه برید کې ۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳ ژوندي نیول شوي دي او دوه عام افغانان په کې شهیدان شوی او دوه ټپیان دي.